په لاهور کې د ډرون په واسطه د نشه يي توکو د انتقال لړۍ روانه ده.

باغي ټی وی رپورټ
د پوليسو ترمخه دسيمې دخلکو دمعلوماتو په اساس دلاهور ښار په حديره سيمه کې يوه بې پيلوټه الوتکه په کرونده کې نيول شوې ده.
له بې پيلوټه الوتکې سره پنځه پيکا هيرويين هم نيول شوي او پلټنې ترې پيل شوې دي.
يوه اوونۍ وړاندې هم په کهنه سيمه کې له ٦ کيلوګرامو نشه يي توکو ډکه بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې وه.
پوليسو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو په کهنه کې د ميليونونو افغانيو په ارزښت هيروين نيولي دي.
د نشه يي توکو د لېږد بې پیلوټه الوتکې څوک کنټرولوي؟ پوليس او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک تر اوسه تورن کسان نه دي نيولي.






