د پیسو نړیوال صندوق له پاکستانه غوښتي چې په راتلونکو میاشتو کې دې یوه باثباته پالیسي عملي کړي.

باغي ټی وی رپورټ
په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د IMF ویاندې جولي کوزیک وویل چې د پاکستان لپاره نوی پروګرام به د اقتصاد د ثبات لپاره د چارواکو د سمدستي هڅو ملاتړ وکړي، خو د آی ایم ایف د پروګرام د بریالیتوب لپاره دا مهمه ده چې پاکستان یوه باثباته پالیسي عملي کړي ځکه چې عملي کول یې په کار دي. یو باثباته پالیسي مهمه ده.
ده ووئيل دا پروګرام به د پاكستان د خلكو د مرستې او ملاتړ لپاره مهم وي، پاكستان له بېلا بېلو ننګونو سره مخ دې، پاكستان به په پرله پسې توګه اصلاحاتو ته اړتيا لري، دا پروګرام به د پاكستان د كورني بهرنۍ اقتصادي وضعې په پياوړتيا كښې مهم رول ولوبوي.
د IMF ویاند زیاته کړه چې IMF تل له پاکستان سره کار کولو ته چمتو دی، د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته 1.2 میلیارده ډالر ورکړي دي او پاتې پیسې به په نومبر او فبرورۍ کې په 2 بیاکتنو کې ورکړل شي.
هغه وويل، د پاکستان د جوړښتي ننګونو د حل لپاره، د دغو اصلاحاتو پلي کول بايد دوام ومومي کوم چې د اقتصادي بدلون، د اقتصادي ودې د پياوړتيا او د خصوصي سرمايې د نوي جريان لپاره د چاپيريال رامنځته کولو لپاره ضروري دي.
تر دې مخکې د پیسو نړیوال صندوق (IMF) مشرې کریسټالینا جورجیوا په تېرو څو ورځو کې په یوه بیان کې ویلي وو، چې پاکستان باید دغه پروګرام په پوره دقت سره تعقیب کړي.
د پاکستان لپاره د IMF پروګرام
د لنډ مهاله پلان د یوې برخې په توګه، IMF روانه اونۍ له پاکستان سره د سټنډ بای تړون تصویب کړ چې له مخې به یې پاکستان په راتلونکو نهو میاشتو کې د 3 ملیارد ډالرو پور ترلاسه کوي.
د حکومت له خوا له تېرو ۸ میاشتو راهیسې هڅې روانې وې، چې له نړیوال وجهي صندوق پور واخلي، خو د مالي پالیسيو پر سر د اختلاف له امله پخوانی پروګرام پای ته ورسېد، چې وروسته د لنډ مهال لپاره نوی پروګرام تصویب شو.
د سټنډرډ معاهدې له مخې IMF پاکستان ته 1.2 ملیارده ډالر ورکړي، په داسې حال کې چې د دې تړون له مخې د 3 ملیارد ډالرو نورې پیسې به د راتلونکو بیاکتنو وروسته خوشې شي.






