شمالي کوریا د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا د اټومي وسلو د ځای پر ځای کولو خبرداری

0
233

کیم سن خبرداری ورکړ چې په تیرو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا په بې ساري پوځي اقدام سره به د کوریا په ټاپو وزمه کې وضعیت کړکیچن شي.

په ورته وخت کې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا او جنوبي کوریا به ډېر ژر د اټومي مشورتي ډلې په لومړۍ غونډه کې د دغه هېواد پر ضد د اټومي وسلو د کارولو پر پلان خبرې وکړي.

(2023 / 7 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

شمالي کوریا د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا پر پوځي اقداماتو سختې نیوکې وکړې او اعلان یې وکړ چې واشنګټن په جنوبي کوریا کې د نویو اټومي وسلو په ځای پر ځای کولو سره وضعیت کړکېچن کوي.

په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازي ویلي، متحده ایالات غواړي په سیول کې د پیونګ یانګ پر وړاندې نورې اټومي وسلې ځای پر ځای کړي.

کیم سن خبرداری ورکړ چې په تیرو څلویښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د امریکا په بې ساري پوځي اقدام سره به د کوریا په ټاپو وزمه کې وضعیت کړکیچن شي.

اړوند موضوعات:

د شمالي کوریا سیول ته د امریکا د اټومي اوبتل د بې سابقې راتګ په اړه د شمالي کوریا توند غبرګون

Leave a reply