د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ د ژوند د شرایطو له پلوه د نړۍ یو له بدو ښارونو څخه ګڼل کیږي.

0
126

باغي ټی وی رپورټ

د اکانومیسټ انټلیجنس یونټ د 2023 په نړیواله درجه بندۍ کې، کراچۍ د 173 ښارونو څخه په 169 کې ځای لري.

په دې درجه بندۍ کې له کراچۍ څخه یوازې څلور ښارونه لاندې دي چې پکې لاګوس، الجزیره، طرابلس او دمشق شامل دي.

د راپور له مخې، په دې درجه بندۍ کې ښارونه د پایښت، روغتیا، کلتور او چاپېریال، پوهنې او زیربناوو په کچه ارزول شوي دي.

ياده دې وي چې کراچۍ دوه مياشتې وړاندې د اکنامسټ انټليجنس يونټ لخوا د ۲۰۲۲م کال لپاره په جاري شوي درجه بندۍ کې د ژوند د قابليت له لحاظه د ۱۷۲ ښارونو په ډله کې ۱۶۸م ځای درلود.

Leave a reply