وزيراعظم شهباز شريف د قرض پروګرام لپاره د آئي ايم ايف شرطونه ډير سخت بللي دي۔

باغي ټي وي رپورټ
ملتان کښې د ځوانانو قرضې پروګرام ته خطاب کښې وزیراعظم اوویل چې د آئي ایم ایف په پروګرام کښې د خوشحالۍ واده نشته، د آئي ایم ایف پروګرام حلوه یا خیر نه دی، شرایط ډیر سخت دي او مونږ ټول شرطونه منلي دي.
وزيراعظم ووئيل د اقتصادي استحکام لپاره د آئي اېم اېف قرض ضروري دے، د خداے شکر دے چې پاکستان د قرضې نه بچ شو۔
شهبازشريف وويل چې تر څو پورې به دا پوښتنه جاري ساتو، په تير وخت کې لويو صنعتکارانو ته 3 اربه ډالر ورکړل شوي وؤ، ارب پتيانو هم په 3 څخه تر 4 فيصده سود قرضې اخستي.
وزيراعظم ووئيل كه موقع وركړې شي نو ملتان كښې به ميډيكل سټي جوړوي او 5 لاکه ليپ ټاپ به وېشي۔
وزيراعظم په شجاع آباد كښې د فلائي اوور جوړولو اعلان هم وكړو۔
له IMF څخه پور ترلاسه کړ
د یادونې وړ ده چې پرون د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) اجرایوي بورډ د پاکستان د درې میلیارده ډالرو پور پروګرام تصویب کړ او پاکستان له IMF څخه د پور پروګرام له مخې یو میلیارد ۲۰ میلیونه ډالره لومړی قسط ترلاسه کړ.
پاکستان ته به د IMF پروګرام لاندې درې اربه ډالره ورکول کېږي، د IMF پروګرام د نهو مياشتو لپاره دی، پاکستان ته به درې اربه ډالره ورکول کېږي.






