په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم ویلي چې د پاکستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي.

0
133

باغي ټي وي رپورټ

پيښور کښي ميډيا سره خبرو په وخت امريکي سفير اوويل چي پاکستان دا وخت د ډيرو اقتصادي چيلنجونو سره مخ دے او آئي ايم ايف ته په دي کاميابئ مبارکي ورکوم۔

ډونلډ بلوم وويل، پاکستان ته په دې برخه کې ډېر څه کول پکار دي، امريکا په پاکستان کې د پانګونې تر ټولو ستر هېواد دى، يواځې تېر کال په پاکستان کې د امريکا پانګونه ٥٠ سلنه زياته شوې، ډېرى امريکايي شرکتونه په پاکستان کې پانګونه کوي.

امریکايي سفیر ویلي، دوی د پاکستان په سیاسي چارو کې لاسوهنه نه کوي، د ځمکو په اسنادو کې شفافیت مهم دی، دوی په دې برخه کې د پاکستان د حکومت ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو په اړه د قانون جوړول هم ډېر اړین دي.

دامريکا سفير وويل امريکا دپاکستان سره دافغان کډوالو په اړه کار کوي اؤ دافغان کډوالو لپاره يې ٦٠ مليونه ډالره ځانګړي کړي دي.

Leave a reply