د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د قران کریم د توهین پر ضد د پاکستان قرارداد تصویب شو.
باغي ټي وي رپورټ
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان په پرېکړه لیک کې د قران کریم د سپکاوي په ګډون مذهبي کرکه غندل شوې ده.
په پرېکړه ليک کې د قران کريم په بې حرمتي کې د ککړو عناصرو د محاکمې په موخه ټينګار شوى دى.
په پریکړه لیک کې له دولتونو هم وغوښتل شول چې د مذهبي کرکې د مخنیوي لپاره قوانین تصویب کړي.
د امنیت شورا په غونډه کې ۲۸ هېوادونو د پاکستان په ملاتړ رایه ورکړه او ۱۲ غړو یې مخالفت وکړ.
په امنیت شورا کې د پاکستان په استازیتوب ۷ غړو په رایه اچونه کې برخه نه وه اخیستې.
امريکا او اروپايي اتحاديې په امنيت شورا کې د پاکستان په استازيتوب د دغه پرېکړه ليک مخالفت وکړ.
د يادونې وړ ده، چې د لوى اختر په ورځ د سويډن د پلازمېنې ستاکهولم د جومات بهر د قران کريم د سوځولو او بې حرمتۍ پېښه شوې وه.
په ستاکهولم کې پولیسو څو ځلې عراقي وګړي ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورنه کړه، خو ځايي محکمې د پولیسو دغه پرېکړه د بیان د ازادۍ خلاف وبلله او هغه ته یې د دغه ناوړه عمل اجازه ورکړه.