د شمالي بلوچستان په ژوب فوځي مرکز کې یوې ډلې وسله وال برید کړی.

0
192

باغي ټي وي رپورټ

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، ترهګرو د ژوب ګارنیزون ته د ننوتو هڅه کوله، چې د دندې پر مهال سرتېرو د ترهګرو د هڅې مخه ونیوله.

د آئي ايس پي آر ترمخه د فورسز او ترهګرو ترمينځه د ډزو په تبادله کښې څلور فوځيان شهيدان او درې ترهګر ژوبل شوي دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې 5 سکيورټي اهلکار هم ژوبل شوي دي ولې په سيمه کښې د نورو 2 ترهګرو د نيولو لپاره چاڼيز عمليات روان دي۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي امنيتي ځواکونه د بلوچستان د امن د خرابولو هر قسمه کوشش ناکامه کولو ته تيار دي۔

Leave a reply