وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي زمونږ د حکومت موده به په څوارلسم اګست ختميږي، اليکشن کميشن چې کله د ټاکنو نیټه ټاکي نو اعلان به کوي۔

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد کښې د پاکستان ایجوکیشن انډوومینټ فنډ غونډې ته وینا کښې وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې نن د آئي ایم ایف بورډ غونډه کیږي.
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ له يو ځايه لاړو او له ائي ايم ايف څخه قرضې وغواړو، دا د ژوند کولو لاره نه ده، داسې کارونه به اوس نه کيږي، چين په دې پوه شو چې پاکستان په مشکل کې دی.
هغه وويل زمونږ دحکومت موده به داگست په ١٤مه ختميږي، دانتخاباتو کميشن به دراتلونکو انتخاباتو نيټه ورکوي، که په اکتوبر، نومبر کې انتخابات کيږي نو اليکشن کميشن به يې اعلان کوي.
ده ووئيل وزیراعظم راځي او ځي، د پاكستان اېجوكشن انډوومنټ فنډ دې تل پاتې وي، كوم حكومت چې د ولس په ووټونو راځي هغه دې تعليم ته اوليت وركړي، د تعليم وده سياست نه ده، اوس وخت رارسېدلى چې تعليم ته توجه وركړو، تل یې هڅه کړې چې تحصیلي بورسونه زیات کړي، نړۍ یوازې د تعلیم له لارې پرمختګ کړی.





