د اپر کوهستان په داسو سیمه کې د دیامر بهاشا بند پر کارکونکو چینايي اتباعو باندې ترهګریز برید ماسټر ماینډ طارق په افغانستان کې وژل شوی دی.
باغی ټی وی رپورټ
د افغان خبری اژانس د راپور له مخې د افغانستان په کنړ ولایت کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر طارق وژل شوی دی.
افغان خبري اژانس وايي چې د تحریک طالبان پاکستان یوه جګپوړي قوماندان تایید کړې چې طارق رفیق عرف بیتان خراب له پرون راهیسې تماس نه لري. په دې اړه نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي، په داسې حال کې چې د طارق رفیق په سخت ټپي حالت کې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي چې په کې د هغه د مړینې ادعا شوې ده.
د داسو په پېښه کې څه وشول؟
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۱۴ مه نیټه د اپر کوهستان په داسو سیمه کې په پیښه کې د دیامر بهاشا بند په ساحه کې د ۹ تنو چینايي اتباعو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي وو. په پیل کې دا پېښه یوه حادثه بلل شوې وه، خو وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري په پېښه کې د چاودېدونکو توکو شتون تایید کړ.
روانه مياشت يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دخيبرپښتونخوا دترهه گرۍ سره دمقابلې ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جي) جاويد اقبال وئيلي وؤ چې داسو پيښه يو ځانمرگي بريد ؤ، بريدکوونکى دافغانستان څخه ؤ، ډي آئي جي وويل چې پکې 14 مختلف کردارونه شامل دي. په ټوله پېښه کې د ترهګرو شبکه په پاکستان کې موجوده وه، د دغې ډلې ټول کردارونه په پاکستان کې نیول شوي دي، د ځانمرګي بریدګر نوم خالد عرف شیخ و او د افغانستان تبعه و.
دوی ویلي چې په افغانستان کې مېشت د کالعدم تحریک طالبان پاکستان طارق د دې ډلې مشر و، معاویه او طارق په افغانستان کې له را او این ډي ایس څخه روزنه ترلاسه کړې وه او دواړو د داسو پېښه پلان کړې وه.