د موسمياتو محکمي د مون سون د بارانونو د نوي دور وړاندوينه کړې ده چې پکښې به نن ماښام نه د جولائي تر 17مې نيټې پورې د ملک په زياتره برخو کښې د باران وريدو امکان موجود وي۔

0
114

باغي ټي وي رپورټ

د موسمياتو محکمي ترمخه په يو شمير ځايونو کښي د سخت باران او ږلۍ وريدو امکان هم دے ولي د سيلابونو او ځمکښوئيدو له وجي متعلقه ادارو ته د احتياط کولو هدايات شوي دي۔

د موسمیاتو محکمی وینا ده چی د عربی بحیری نه به د مون سون هواونه به د جولائی د 12می نیټی نه په ملک کښي داخلیږی چی له وجی به یی په لوړو او مرکزی سیمو اغیزه کوی او د چهارشنبی نه تر 17م جولائی پوری به آزاد کشمیر کښي د تندر وريځو وی۔

دې نه علاوه په مری، ګليټ، اسلام آباد، ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او سندهـ کې په يو شمير ځايونو د تيزو هواګانو او په يو شمير ځايونو د تېزو باران او ږلۍ امکان دے.

د هوا پېژندنې اداره وايي، د سختو بارانونو له امله د لاندې سيمو د ډوبېدو، په غرنيو سيمو کې د ځمکې ښويېدو، د سختو بادونو او کمزورو بنسټيزو تاسيساتو خطر شته.

Leave a reply