وفاقي وزيرې شيري رحمان وئيلي دي چې اسرائيل دتحريک انصاف ملاتړ کوي په داسې حال کې چې دتحريک انصاف چيئرمين او اسرائيلي لابي ديو بل ملګري دي.

0
109

باغي ټي وي رپورټ

وفاقي وزيرې شيري رحمان، د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارڑ او د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې ګډون اوکړو۔

پروګرام کښې د خبرو په وخت شېري رحمان وويل چې د پي ټي آئي چيئرمېن اسرائيل سره د دوستۍ لپاره هر څه کولو ته تيار دي، اسرائيل د تحريک انصاف ملاتړ کړی دی، د تحريک انصاف چيئرمېن او اسرائيلي لابي د يو بل ملګري دي.

بلخوا د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارڑ وئيلي دي چې اسرائيلي حکومت د مئ د نهمې نيټې د پيښو په اړه ملګرو ملتونو ته ورغلی وو او وئيلي ئې وو چې پاکستان د جبري بې درکه کولو، تشدد او د سوله ايز احتجاجونو د درولو په اړه انديښنه لري خو پاکستان د اسراييلو تورونه رد کړي دي. .

ده ووئيل خارجه دفتر وئيلي دي چې پاكستان د داسې يو هېواد مشورې ته اړتيا نه لري كوم چې په فلسطينيانو ظلم كوي۔

په خپرونه کې د خبرو پر مهال مصدق ملک وويل چې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې ککړ نيول شوي کسان د پلټنو ادارو مخې ته د بلبل په څېر خبرې کوي او وايي چې د مې د نهمې نېټې د فساد امر چا ورکړی و او د مې د نهمې نېټې د فساد امر چا ورکړی و. د دوی په ګټه دا وايي چې څوک د دوی تر شا دي.

Leave a reply