اسلامي امارت د قران کریم د سوځیدو په غبرګون، افغانستان کې د سویډن هیواد ټول فعالیتونه متوقف کړي.

0
175

اسلامي امارت د قران کریم د سوځیدو په غبرګون، افغانستان کې د سویډن هیواد ټول فعالیتونه متوقف کړي.

11 جولاي سه شنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د قران کریم د سوځیدو په غبرګون کې د سویډن هیواد پر ټولو هغه فعالیتونو چې افغانستان کې یې لرل، بندیز لګولی.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې وروسته له هغه چې په سویډن هیواد کې د الله جل جلاله د نجات بښونکي کتاب قران کریم سپکاوی وشو او د مسلمانانو د عقیدې د توهین اجازه ورکړل شوه، تر څو چې د دې شوم عمل له امله له مسلمانانو څخه عفوه نه وي غوښتل شوې، اسلامي امارت په افغانستان کې د سويډن هېواد د هر ډول فعالیت د دریدو امر کوي.

 

د اسلامي امارت اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادې لارښونې د تعمیل لپاره په عاجل ډول لاس په کارشي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د افغانستان د امنیت په تړاو د سیګار وروستی راپور په کلکه رد کړی او دا یې پروپاګند بللی دی.

 

د افغانستان اسلامي امارت له نورو مسلمانو هېوادونو څخه هم غواړي چې د سويډن د ګستاخانه عمل په وړاندې له هغه هېواد سره په خپل تعامل غور وکړي.

Leave a reply