په کراچۍ کې په سکولونو او رستورانتونو کې د نشه يي توکو او ممنوعه نشه يي توکو د رسولو خبره څرګنده شوې ده.

0
56

باغی ټی وی رپورټ

د آئي جي سندھ لخوا ترلاسه شوي خفيه رپورټ ترمخه تنکيو هلکانو، جينکو او طالبعلمانو ته مصنوعي دواګاني او درمل ورکول کيږي۔

آئي جي سندھ غلام نبي ميمن په سکولونو او ريستورانونو کښي د نشه اي توکو د سپلائي په ضد سخت کاروائي اوکړو او د سندھ اسپيشل برانچ ته ئي حکم جاري کړے دے چي په سمدستي توګه دا ډول سکولونه او ريستورانونه وڅاري۔

آئي جي سندھ ووئيل چې ايډيشنل آئي جي سپېشل برانچ دې د مصنوعي نشه يي توكو سپلائي كوونكو په ګوته كړي، زونل ډي آئي جيز او سپېشل برانچ دې د داسې عناصرو ختمولو لپاره د همغږۍ ميكانيزم جوړ كړي۔

آئي جي سندھ په دې لړ كښې يو باضابطه خط هم جاري كړو چې پكښې د نشه يي توكو او ممنوعه نشه يي توكو سپلائي كوونكو په ضد د سخت كاروائي كولو امر شوې دې۔

Leave a reply