په انټربینک مارکیټ کې د روپۍ په مقابل کې د ډالر ارزښت کم شوی دی.

باغی ټی وی رپورټ
ډالر نن په انټربینک مارکیټ کې د 1.23 روپۍ کمیدو سره په 278.57 پیسو کې بند شو.
پرون په انټربینک کې ډالر په 279 روپۍ 80 پیسو بند شو.
نن د کاروبار په پیل کې په انټربینک کې د ډالر بیه د یو روپۍ ۷۰ پیسو په مقابل کې ۲۸۱ روپۍ ۵۰ پیسو ته پورته شوه، خو وروسته د ډالر ارزښت کم شو.
بل خوا په ازاد بازار کې ډالر په ۲۸۳ کلدارو پاتې دی.
د یادولو وړ ده چې سعودي عربستان په دولتي بانک کې ۲ میلیارده ډالره زیرمه کړي دي.
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وويل چې دوست هيواد سعودي عرب په سټيټ بينک کې دوه اربه ډالره جمع کړي دي او ډير زر به هلته ثبات راشي.





