د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې دمسلمانانو لپاره نا اميدي کفر ده، دنړۍ هيڅ طاقت پاکستان د پرمختگ مخه نۀ شي نيولى.

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد کې د ګرين پاکستان سيمينار ته په وينا کې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير وويل چې موږ ټول دلته د دې لپاره راټول شوي يو چې پاکستان يو ځل بيا زرغون کړو، الله پاک پاکستان ته ډېر نعمتونه ورکړي دي.
جنرال عاصم منیر وویل چې موږ یو با استعداده ملت یو، یوازینۍ اړتیا دا ده چې موږ په ګډه د هغې په پرمختګ کې ونډه واخلو، موږ د پاکستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د یوې ادارې په توګه د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړو، په پوره حوصلې او زړه او روح سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکوو.
د پاکستان د پوځ مشر وویل د الله له رحمته مه نا امیده کېږئ، یوازې کافران د الله له رحمت نه نا امیده کېږي، د مسلمان لپاره دوه حالتونه دي، کله چې پرې مصیبت راشي صبر کوي، کله چې خوشحالي راشي، شکر ادا کوي. د مسلمان لپاره نا امیدي کفر دی.
غونډې ته په وینا کې جنرال عاصم منیر دا هم وویل چې پاکستان باید پرمختګ وکړي، د نړۍ هیڅ طاقت د پاکستان د پرمختګ مخه نه شي نیولی، مونږ ټول هغه صلاحیتونه لرو چې پاکستان د پرمختګ په لور بوځي.






