د پاکستان ډیموکریټک تحریک او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وزیراعظم هاوس ته رسېدلی دی.
باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم شهباز شريف اؤ مولانا فضل الرحمان ترمينځ ليدنه شوې ده چې پکې به دسياسي صورتحال پشمول په مهمو چارو خبرې اترې کيږي.
سرچينې وائي چې وزيراعظم به د پي ډي ايم مشر انديښنو ته ځواب ورکوي.
ياده دي وي چي تيره ورځ پيښور کښي د سينئر صحافيانو سره ملاقات او غير رسمي خبرو کښي مولانا فضل الرحمان وئيلي وو چي مسلم ليګ نون د پي ټي ايم برخه ده، دوبئي کښي شوي ملاقات په اعتماد کښي نه وو اخستي شوي ولي مونږ سره مشوره نه ده شوي۔ د دومره لوی ګام اخیستو لپاره، دا پوښتنه زما په ذهن کې ده.