د هیواد بقا اسلامي فکر او اسلامی طرز ژوند او تعلیماتو باندې عمل کولو کښې ده. تنظیم اساتذه خیبر پښتونخوا

0
144

باغی ټی وی رپورټ

تنظیم اساتذه په مانسهره کې د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ښوونکو د ټولنې درې ورځنۍ صوبايي غونډه پای ته ورسېده. د غونډې مشري صوبائي صدر ډاکټر محمد ناصر کوله.

په غونډه کې مرکزي مشرانو مصباح الاسلام او فیاض احمد کاکاخېل هم ګډون وکړو.
په غونډه کې د ټولې صوبې د ۳۰ ضلعو مشرانو او سکرترانو ګډون وکړو او د خپلو ضلعو د نیم کلن کارکردګۍ راپور یې وړاندې کړ.

په غونډه کې فياض کاکا خېل پريکړه ليکونه وړاندې کړل چې په هېواد کې د ښوونې او روزنې د يو شان نظام پلي کول، د اردو ژبې له لارې زده کړې، د استاذانو اپګریډیشن ، د څلورکلن فارمول پلي کول او په هېواد کې د زده کړو او څېړنو لپاره د اسانتياوو برابرول شامل وو. فورم په متفقه توګه ټول قراردادونه منظور کړل.

د غونډي په آخر کښي د فنانس تنظيم مرکزي سيکرټري مصباح الاسلام د هداياتو ورکولو په مهال اوويل چي د استاذانو تنظيم پاکستان د خدائي تحفه ده۔ ټول ښوونکي کولی شي چې د پرته د رنګ.او.نسل ددې تنظیم غړي شي.

مشرانو په دې خبره زور ورکړو چې په خپلو کورونو کې د ماشومانو روزنې او د زده کوونکو روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او دوی باید هڅه وکړي چې هغه کارونه چې په دې سمستر کې یې و نه کړې شو په راتلونکي سمستر کې بشپړ کړي. دوی باید له قرآن او سنت او کتاب سره اړیکه ټینګه کړي .

د غونډې په پای کې په سويډن کې د قران کريم د بې حرمتۍ پر ضد لاريون هم وشو او د پاکستان له حکومته يې د سويډن د سفير د شړلو غوښتنه وکړه.

Leave a reply