افغان دولت د مزار- شبرغان ګاز پایپلین پروژې کارونه عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل کړي.
افغان دولت د مزار- شبرغان ګاز پایپلین پروژې کارونه عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل کړي.
08 جولاي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د مزار- شبرغان ګاز پایپلین پروژې کارونه عملاً د ۶۰۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوی.
خبر زیاتوي چې د ګاز پایپلین د یادي پروژې د پیل په مراسمو کي د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور وویل، چي یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کیږي، چي د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمي څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پوري د ۹۵ کیلو متره په اوږدو کي رسیږي.
دا پرژوه د ۶۰۹ ملیونه افغانیو په لګښت د دریو کلونو په موده کي بشپړیږي، چي ټول مصارف یې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجي څخه ورکول کیږي.
اړوند موضوعات
پروژه های زیادی با هزینه 450 میلیون افغانی در لغمان آغاز شده است
همدا راز د دې ترڅنګ شیخ دلاور زیاته کړه، چي د یاد پاپیلین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړي او کوښښ کوي، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپلین په وسیله ګاز ورسوي.