د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پلاوی به نن د هېواد د سیاسي ګوندونو له استازو سره وګوري.

0
181

باغي ټي وي رپورټ

د ايي اېم اېف د استازي لخوا په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د ايي اېم اېف پلاوی به د پاکستان د لويو سياسي ګوندونو له استازو سره ملاقات کوي چې پکې به د مسلم ليګ (ن)، پيپلز پارټۍ او پي ټي ايي استازي هم وي.

د پیسو نړیوال صندوق استازی وايي، له دغو غونډو څخه یې موخه له ټاکنو مخکې د نړیوال وجهي صندوق د نوي پروګرام په اړه د دوی د ملاتړ ډاډ ترلاسه کول دي.

د پیسو نړیوال صندوق د استازي په وینا، له پاکستان سره پر نوي سټنډرډ تړون به په راتلونکو ورځو کې د نړیوال وجهي صندوق په اجرایوي بورډ کې غور وشي.

د حماد اظهر بیان
بل خوا د پي ټي ائي مشر او د خزانې پخواني وزير حماد اظهر په ټويټر خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې د آئي ايم ايف ټيم به نن ماسپښين په زمان پارک کښې د پي ټي آئي چيئرمېن سره ملاقات کوي او د سټېنډ باي معاهدې د ملاتړ لپاره به ورسره تماس نيولې شي۔

ده ووئيل ائي اېم اېف د سټېنډ باي معاهدې او د هغې د پراخو مقاصدو لپاره د ګوند ملاتړ ته رجوع كړې٬ د پي ټي آئي اقتصادي ټيم او آئي اېم اېف ټيم به په شخصي او عملي توګه د خبرو اترو لپاره ګډون كوي۔

د پاکستان او IMF ترمنځ تړون

دا د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او پاکستان تر منځ د درې ملیارد ډالرو د سټنډرډ بای تړون دی.

د اعلان له مخې، د IMF اجرایوي بورډ به د کارمندانو په کچه تړون تصویب کړي او اجرایوي بورډ به د جولای په نیمایي کې غونډه وکړي.

د سټنډرډ انتظام له مخې د آئي ایم ایف نه 2.6 اربه ډالر ترلاسه کولو امکان دی، پاکستان دا رقم قسطونو ترلاسه کولی شي، د پاکستان او آئي ایم ایف تر مینځ معاملې په اصولي توګه حل شوي دي.

Leave a reply