په پوځي محکمو کې پر پوځي تاسيساتو په بريدونو کې د ککړو ١٨ کالو نه کم عمره ښځو او کسانو ته د نه محاکمې کولو پرېکړه شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه په نولسم مئ به پوځي تاسيساتو پشمول په حکومتي املاکونو په بريدونو کې ککړ د ١٨ کالو څخه کم عمره ښځو اؤ کسانو مقدمې به په عدالتونو کې اورول کيږي اؤ ملزمانو ته به داوريدنې په مهال دوکالت حق ورکول کيږي. پوځي عدالتونه
سرچینه زیاتوي، چې د تورن کورنۍ ته به په اونۍ کې یوه ورځ د لیدنې اجازه ورکړل شي.
سرچينې وائي چې په دې لړ کې دپي ټي ائي دچيئرمين کيس پوځي عدالت ته رسولو غور روان دى اؤ ځينې وزيران په دې نظر دي چې دپي ټي ائي دچيئرمين عمران خان دوسيه دې په عدالتونو کې چلول شي.
حکومت په خپل وخت عام انتخابات ترسره کولو ته تیار دی
د سرچينو ترمخه حکومت غواړي چې عام انتخابات په خپل وخت ترسره شي اؤ داسمبلۍ موده ختميدو څخه ٤ يا پينځه ورځې وړاندې داسمبلۍ دمنحل کولو وړانديز شوى دى اؤ اليکشن کميشن ته به داسمبلۍ منحلولو لپاره ٩٠ ورځې وخت ورکول کيږي. .
سرچينې وائي په دوبۍ کې ترسره شوؤ غونډو کې د څوکۍ اؤ نگران وزيراعظم دجوړولو په معامله فيصله نۀ ده شوې.
د می 9 غمیزه
د روان کال د مۍ په نهمه نېټه د پي ټي آئي د مشر عمران خان د نيول کېدو وروستو د پي ټي آئي کارکنانو د ملک په مختلفو ښارونو کښې احتجاجونه او اورونه وکړل.
د پي ټي آئي فعالانو د لاهور جناح هاؤس پشمول پوځي تاسيساتو، تاريخي ودانيو، حکومتي املاک او ګاډو ته اور ورته کړ.





