په کراچۍ کې د نایګلریا فولاري له امله یو بل تن مړ شوی دی.
د تفصيلاتو ترمخه د جون په 18مه نيټه يو 21 کلن ځوان په تبه اخته يو شخصي هسپتال ته راوړل شوے وو چرته چې د ځوان حالت خرابيدو له وجې وينټيليټر ته منتقل کړے شو۔
د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه د نیګلیریا له امله ۶ تنه مړه شوي چې له ډلې یې ۴ تنه د کراچۍ، یو د کوټې او یو د حیدراباد څخه دی.
Naegleria fowleri څه شی دی؟
نایګلیریا یو امیبا دی چې یوازې د مایکروسکوپ لاندې لیدل کیدی شي او د دماغ خوړلو امیبا په نوم هم پیژندل کیږي چې په عمده توګه د دماغ انتاناتو لامل کیږي.
دا معمولا په ګرمو تازه اوبو کې موندل کیږي لکه جهيلونه، سیندونه، ګرمې چینې او د نل اوبه.
د نایګلیریا یوازې یو ډول په انسان اخته کوي Naegleria folieri ده، په داسې حال کې چې د Naegleria څو ډولونه شتون لري مګر یوازې فولیري د دې ناروغۍ لامل کیږي.