د پنجاب، خېبرپښتونخوا او کشمیر زیاتره سیمې د باران په حال کې دي او د ګلګت بلتستان په ځینو سیمو کې هم باران وریږي.

باغي ټي وي رپورټ
پي ډي ايم اے د 24 ساعتونو باران رپورټ جاري کړے دے چې پکښې پنجاب کښې د بارانونو له وجې مختلفو حادثاتو کښې د 17 مړو تصديق شوې دې۔
د پي ډي ايم اے ترمخه په ګجرانواله کښې 6، لاهور کښې 4، شيخوپوره او چکوال کښې 3، جهنګ او فيصل آباد کښې 3-3 کسان مړه شوي او په مختلفو حادثو کښې 49 کسان ژوبل شوي دي۔
د موسمياتو محکمي د چناب، ستلج او راوي سيندونو سره نزدې سيمو کښې د سبا نه د جولائي تر 10مې نيټې پورې د سختو بارانونو وړاندوينه کړې ده او په سيندونو کښې د سيلابونو خطره هم ده.
په راولپنډۍ او اسلام اباد کې سخت باران پیل شو
بل خوا د راولپنډۍ او اسلام اباد په زياتره برخو کې نن سهار وختي سخت باران پيل شو.
بل خوا په مظفراباد ښار او شاوخوا سيمو کې د باران اورښت دوام لري، په داسې حال کې چې په چلاس ښار او شاوخوا سيمو کې باران دوام لري.





