وزيراعظم شهباز شريف د پلاټ الاټمنټ ريفرنس کښې د نوازشريف په بري کولو د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده۔

0
179

باغي ټي وي رپورټ

په يو بيان کې وزيراعظم وئيلي دي چې داحتساب محکمې فيصله ددې گواهي ورکوي چې نوازشريف په قصدي ډول په جعلي مقدمه کې اچول شوى ترڅو هغه ته سياسي زيان ورسوي.

ده ووئيل عدالت دا منلې ده چې نواز شريف د لاهور هائي كورټ او د حكومت په اجازې بهر ته تللې او عدالت دا هم منلې چې كه نواز شريف په هېواد كښې وو نو د پلټنو برخه به يې اخستې وه۔

وزيراعظم وويل دا ددې ثبوت دى چې د هغه وخت انتقامي حکومت په قصدي توګه نواز شريف مفرور اعلان کړى ؤ، الله تعالى په يو بل مقدمه کې هم د دروغو په اساس سرخوږى جوړ کړى ؤ، هيله ده چې هغه ته به د هغه سره د شوي ظلم او سياسي بد سلوکۍ پوره انصاف ترلاسه شي. موخې.

Leave a reply