جسټس مسرت هلالي د سترې محکمې د قاضي القضات په توګه لوړه وکړه.

0
221

باغي ټي وي رپورټ

د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال جسټس مسرت هلالي ته د سپريم کورټ ججانو، اټارني جنرل او وکيلانو سوګند واخېست.

د قاضي القضات مسرت هلالي له سوګند پورته کولو وروسته د سترې محکمې د قاضيانو شمېر ۱۶ ته ورسېد، چې په دې سره به هغه دويمه ښځينه قاضي وي چې په سترې محکمې کې يې دنده ترسره کوله.

قاضي مسرت هلالي څوک دی؟

جسټس مسرت هلالي د ۱۹۶۱ کال د اګست په اتمه نېټه په پېښور کې زېږېدلی، جسټس مسرت هلالي د خېبر لا کالج څخه د حقوقو سند ترلاسه کړی او په ۱۹۸۳ کال کې يې د ډسټرکټ په محکمه کې د وکيل په توګه کار کړی دی.

جسټس مسرت هلالي د پېښور هائي کورټ لومړۍ ښځينه چيف جسټس وه او د خېبرپښتونخوا وړومبۍ ښځه ايډووکېټ جنرل هم وه، دغه عهده هغې له 2001 څخه تر 2004 پورې په غاړه درلوده.

هغه د ۲۰۲۳م کال د اپریل په لومړۍ نېټه د پېښور هائي کورټ د قائم مقام چيف جسټس په توګه حلف پورته کړو او بيا د ۲۰۲۳م کال د مې په ۱۲مه د هائي کورټ د چيف جسټس په توګه وټاکل شو.

Leave a reply