سپريم اپلټ کورټ د ګلګت بلتستان د نوي وزيراعلي د انتخاب شيډول منظور کړے دے۔

0
111

باغي ټي وي رپورټ

د اسمبلۍ سپیکر نذیر احمد ایڈووکیټ د وزیر اعلی د انتخاب نوی شیډول سپریم اپیلټ کورټ کښې وړاندې کړی وو کوم چې عدالت منظور کړې دې.

د شيډول له مخې د ګلګت بلتستان د نوي وزيراعلي لپاره انتخابات به د جولائي په 13مه نېټه كېږي او د نامزدګۍ کاغذونه به په 12م جولائي جمع كولې شي۔

ياده دي وي چي سپريم اپيلټ کورټ سپيکر ته امر کړي وو چي په ٧٢ ساعتونو کښي دننه د وزيراعلي د انتخاب نوي شيډيول وړاندي کړي او سپيکر ته هدايات شوي چي نن د انتخاباتو نوے شيډيول وړاندي کړي۔

په دې لړ کښې د پي ټي آئي ناراض پارليمان غړي حاجي شاه بيګ درخواست دائر کړے دے۔

ياده دي وي چي د ګلګت بلتستان سپريم اپيټ کورټ د پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکي وزيراعلي خالد خورشيد د جعلي درجې کيس کښي نااهله ګرځولي وو۔

Leave a reply