وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چي مونږ د آئي ايم ايف پروګرام په ډير مشکل سره جوړ کړے وو ځکه چي مونږ پاکستان ته د ډيفالټ نه بچ کول وو اوس په 12 جولائي د آئي ايم ايف بورډ غونډه کيږي۔

باغي ټي وي رپورټ
په تورغر کې دخبرو په مهال وزيراعظم شهباز شريف وويل دتورغر مشرانو دپاکستان لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي اؤ دپاکستان په قيام کې دقبائيلي مشرانو وينه شامله ده، دقومي مشرانو قربانۍ له پامه نۀ شي غورځول کيدى.
وزيراعظم وويل که کوششونه شوي واى نو د پاکستان پشمول خيبرپښتونخوا صوبه به ډيره تېزۍ سره پرمختگ کړى واى خو په تيرو وختونو افسوس کول هيڅ فائده نۀ لري، مونږ ته بايد عبرت واخستل شي.
شهبازشريف وويل دا د افسوس خبره ده چې دا هغه پاکستان نه دى چې زمونږ مشرانو قربانۍ ورکړي دي، له بده مرغه په دې هېواد کې نيپاليزم او رشوت خوري، خو هېواد به ډېر په چټکۍ مخ په وړاندې ځي او زه باور لرم چې پاکستان به ډېر ژر پر مخ لاړ شي. راځئ چې ټول په ګډه پریکړه وکړو چې د پاکستان تقدیر باید بدل شي، د هیواد د تقدیر د بدلولو لپاره باید په ګډه عزم وکړو.
په دې موقع وزيراعظم په تورغر كښې د دانش سکول جوړولو اعلان وكړو او ويې ويل چې په پنجاب كښې دې په لسګونو دانش سکولونه جوړ كړې شي چرته چې يتيمان تعليم ترلاسه كوي دا يو بنيادي حق دې۔
د سويډن پېښې په اړه د خبرو په مهال شهباز شريف وويل د قرآن پاک د بې حرمتۍ په ضد په ټوله نړۍ کې احتجاج دی.
د آئي اېم اېف په اړه ده ووئيل د پاكستان دننه او بهر خلق د هېواد د خرابېدو لپاره دعاګانې كوي، انشاالله د آئي اېم اېف تړون به وي۔ ده ووئيل د دوستو هېوادونو مننه كوم چې په سختو حالاتو كښې يې په اربونو ډالره مرسته كړې، د آرمي چيف عاصم منير مننه كوم چې له سعودي او اماراتو څخه يې 3 اربه روپۍ واخستلې، دا ټول په ګډه وكړو نو تاريخ به مونږ نه معاف كوي۔ په پرمختګ کې رول مه لوبوئ، ټول هغه دور پېژني چې د نواز شریف له دورې وروسته پیل شو.





