د قدرتي افتونو د انتظام صوبايي ادارې (PDMA) په پنجاب کې د احتمالي سېلابونو په اړه لوړ خبرداری ورکړی دی.

0
189

باغي ټي وي رپورټ

د پي ډي ايم اے وياند ترمخه د جولائي د 8 نه تر 10مې نيټې پورې د جهلم، ستلج، راوي او چناب دريابونو کښې د ډيرې لوئې درجې سيلاب راتلو امکان دې۔ د وياند په وينا، هند د راوي او ستلج سيندونو ته د اوبو د پرېښودو امکان لري، چې د سېلابونو خطر زيات کړي. PDMA د پنجاب ټولو ډپټي کمشنرانو او اړوندو صوبايي څانګو ته لوړ الرټ جاري کړی او دوی ته یې د سمدستي انتظامات کولو لارښوونه کړې.

ياده دي وي چي د موسمياتو محکمي هم د ملک په زياتره سيمو کښي د تيزو هواګانو او بارانونو امکان څرګند کړے دے۔

د موسمياتو محکمي ترمخه د تيز بارانونو له وجي ديره غازي خان، کوهلو، سبي، بارکان، ژوب، لورالائي، قلعه سيف الله او موسى خيلو او د هغه سره نزدې دريابونو کښې د سېلابونو خطره ده۔

بل خوا په لاهور کې سختو بارانونو د ۳۰ کلونو ریکارډ مات کړی، په ۱۰ ساعتونو کې ۲۹۱ ملي متره باران ثبت شوی دی.

د باران له امله ټيټې سيمې، کوڅې او بازارونه ډوب شوي، په ګڼو سيمو کې د کورونو او پلازو په ډنډونو کې اوبه ورننوتي، په بېلابېلو پېښو کې ٧ کسان مړه او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

Leave a reply