پخوانۍ لومړۍ مېرمن بشری بي بي او د هغې ورور احمد مجتبی د فساد دوسیه کې د تحقیقاتو لپاره د اوکاڑې د فساد ضد محکمې ته حاضر نه شول، د دوی د کورونو بهر د احضارولو نوټس چسپ شوی دی.
باغي ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه بشرې بي بي اؤ احمد مجتبی د لاهور هائي کورټ څخه دجولائي تر شپږمې نيټې پورې حفاظتي ضمانت ترلاسه کړى دى.
ياده دې وي چې د فساد ضد ادارې د پخواني وزيراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي د ډيپالپور په پرمختيايي پروژو کې د شوي فساد په تور پرون د فساد ضد ادارې اوکاړه دفتر ته احضار کړې وه.
د ترجمان له مخې بشری بي بي ته د کرپشن مخنیوي ادارې لخوا استول شوي سمن نوټس کښې د تحقیقاتي کمېټۍ مخې ته حاضریدل پکار دي او د نه منلو یا نه حاضریدو په صورت کښې به د قانون مطابق یو طرفه کاروائي کیږي.
د اينټي کرپشن وياند ترمخه د زمان پارک او بني ګاله په هستوګنو د سمن نوټس لګيدلي او د بشرې بي بي وکيل علي بهټو او اويس ته هم د سمن نوټس ميلاو شوے دے۔ د بشرا بي بي او د هغې د ورور پرضد مقدمه درج شوې ده.