د پاکستان تحريک انصاف مشر حماد اظهر وئيلي دي چې حکومت هره ورځ په ميډيا د ډالر نوي نرخ چلوي خو په بازار کښې ډالر نه راځي.

باغي ټي وي رپورټ
ده وویل چې اقتصاد د تبلیغاتو په زور نه چلیږي، راته ووایه چې واردات به کله خلاصیږي او د څومره ډالرو د وتلو تمه کیږي؟
هغه وویل چې د اقتصاد بیړۍ یې ډوبه کړې او لا هم له دروغ ویلو ډډه نه کوي.
بل لوري ته اسد عمر وئيلي دي چې کوم صورتحال رامينځته شوى هغه د پيسو نړيوال صندوق (IMF) پرته ممکن نۀ وؤ.
هغه وویل چې د پیسو نړیوال صندوق پوهیږي چې د حکومت وخت په تیریدو دی او په اوږدمهاله معامله کې هیڅ ګټه نشته.






