سرپرست ولسمشر صادق سنجرانی د سترې محکمې د قاضیانو د معاشونو د زیاتولو امر جاري کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
سرپرست ولسمشر صادق سنجرانی د سترې محکمې د قاضیانو د معاشونو د زیاتولو حکم صادر کړ.
قائم مقام صدر صادق سنجراني د ججانو د تنخواګانو آرډر 2023 جاري کړی چې له مخې به ئې د چيف جسټس آف پاکستان تنخوا 12 لاکه 29 زره 189 روپۍ هره مياشت وي او د سپريم کورټ د ججانو تنخوا به 11 لاکه 61 زره 163 روپۍ وي. تر دې وړاندې د سترې محکمې د ججانو د تنخواه 2022 حکم له مخې د چيف جسټس تنخواه ۱۰ لکه ۲۴ زره ۳۲۴ روپۍ وه.
څو اونۍ وړاندې د پارلېمان د پبلک اکاونټس (PAC) په غونډه کې خبر ورکړل شو چې د سترې محکمې مشر قاضي په پاکستان کې تر ټولو زيات معاش لري.
د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د اولس مشر٬ وزيراعظم او ججانو د مجموعي تنخواګانو تفصيلات وړاندې كړې شول۔په پي اے سي کښې وئيلي شوي چې د صدر تنخواه 15 لکه روپۍ ده په داسې حال کښې چې د چيف جسټس آف پاکستان تنخوا 15 لاکه 27 زره 399 روپۍ ده۔
د پي اے سي چيئرمېن وئيلي وو چې د سپريم کورټ د ججانو تنخوا 14 لاکه 70 زره 711 روپۍ ده او د ګريډ 22 وفاقي افسر تنخواه 5 لاکه 91 زره 475 روپۍ ده۔






