د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار وايي، د نوازشريف په ټاکنو کې له ګډون کولو بنديز ختم شوى

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وزير سېنېټر اسحاق ډار وايي، د نوازشريف په ټاکنو کې له ګډون کولو بنديز ختم شوى، د نوي قانون له مخې هغه اوس ټاکنو کښې برخه اخستلې شي.
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې اسحاق ډار وويل چې نواز شريف د متحده عرب اماراتو نه د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عرب ته روان دے د کوم نه پس به انګلستان ته ځي.
د وطن واپسي په اړه د پوښتنې په ځواب کې اسحاق ډار وويل کله چې ګوند وايي نواز شريف به له انگلستان څخه پاکستان ته راځي نو د نوازشريف په ضد هم هغه مقدمه وه چې په کومه کې مريم نواز بري شوې وه اوس به نواز شريف هم بري کيږي.
د خزانې وزير وويل کوم اقتصاد چې په ٢٠١٣م کې د نادودو په حال کې و، نواز شريف په ٢٠١٧ کې د نړۍ ٢٤م ستر اقتصاد جوړ کړ، مونږ د هغه مشري ته اړتيا لرو.
په همدې خپرونه کې د خبرو پر مهال اسحاق ډار وویل چې اته میاشتې یې په سختو شرایطو کې تېرې کړې، زما د ټیم کسانو هم ویل چې له IMF سره تړون ممکن نه دی، خو ما ورته وویل چې دا تړون باید په اخر کې وشي. د جون اونۍ به لاړ شي.
د مالیې وزیر وویل چې د آی ایم ایف د اجراییوي بورډ له تصویب وروسته به پاکستان په روانه میاشت کې د 1.1 ملیارد ډالرو قسط ترلاسه کړي او احتمال شتون لري چې په روانه میاشت کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې 14 ملیارد ډالرو ته ورسیږي.






