افغان محصلین: هند کې د تحصلي ویزو نه ورکړې له ستونزو سره مخ یو

افغان محصلین: هند کې د تحصلي ویزو نه ورکړې له ستونزو سره مخ یو
دغه محصلین چې په هند کې په بېلابېلو پړاوونو کې په زده کړو بوخت دي، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه دې هواره کړي.
ابراهیم نیازپور د کابل پوهنتون استاد دی او د خپلې څیړنې د بشپړولو لپاره کابل ته راغلی دی. خو د هند حکومت په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته د هغه او د ډېرو افغان محصلینو د تحصیل ویزې لغوه کړې.
(2023 / 7 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هند کې یو شمېر افغان محصلین شکایت کوي، چې د هند حکومت له دوو کلونو راهیسې افغانانو ته د تحصلی ویزې نه ورکوي.
دغه محصلین چې په هند کې په بېلابېلو پړاوونو کې په زده کړو بوخت دي، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د افغان محصلینو د ویزو ستونزه دې هواره کړي.
ابراهیم نیازپور د کابل پوهنتون استاد دی او د خپلې څیړنې د بشپړولو لپاره کابل ته راغلی دی. خو د هند حکومت په افغانستان کې له سیاسي تحولاتو وروسته د هغه او د ډېرو افغان محصلینو د تحصیل ویزې لغوه کړې.
ابراهیم نیازپور وویل: زه په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د کرونا د خطرناک ویروس خپریدو له امله راغلم او زما ښوونکي ویلي وو چې باید یو څه نور څیړنیز مواد راټول کړم او دلته سیاسي پرمختګونه هم وو.
اړوند موضوعات:
کاناډا د پاکستاني اتباعو لپاره د ویزې د پروسې موده کمه کړې ده
له هغه وروسته، له بده مرغه، هند زموږ معتبر ویزه باطله اعلان کړه. په همدې حال کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې سرپرست حکومت د دې ستونزې د حل لپاره له هندي چارواکو سره په تماس کې دی.






