د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره د شوې معاهدې له مخې د بجلۍ په نرخ کې درې نیمې روپۍ فی یونټ زیاتوالي امکان دی.

0
98

باغي ټي وي رپورټ

د پاور ډويژن د ذرائعو ترمخه د بجلئ په بنيادي نرخونو کښې به يو وارې يا ګام په ګام زياتوالے وي او حتمي فيصله به وفاقي کابينه کوي۔

سرچينې وائي چې په يونټ کې ديو روپۍ زياتوالي سره به هم په مصرف کوونکو 100 اربه روپۍ زياتې شي.

د برېښنا شرکت سرچينې وايي، د برېښنا د بيې د لوړېدو اصلي لامل د ډالر د ارزښت لوړېدل دي، د ايي اېم اېف د بورډ تر غونډې مخکې د برېښنا د بيې لوړېدل ضروري نه دي.

سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه د برېښنا د بيو د لوړولو په اړه د درېيو وېشونکو شرکتونو د غوښتنې په اړه پرېکړه نه ده شوې.

ياده دې وي چې د پاکستان د قرضې د معاهدې د منظورۍ لپاره به د نړيوال مالياتي صندوق د ايګزيکيټيو بورډ غونډه د جولائي په 12مه نېټه کېږي.

د IMF د چارواکو په وینا، د پور لومړی قسط به د اجراییوي بورډ له تصویب وروسته پاکستان ته ورکړل شي.

د پیسو نړیوال صندوق چارواکي وايي چې پاکستان ته د ورکړل شوې لومړۍ قسط اندازه به یو اعشاریه یو (۱.۱) میلیارده ډالره وي.

Leave a reply