د مسلم لیګ ن مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف چې له اختر مخکې په دوبۍ کې دی، په راتلونکو څو ورځو کې به سعودي عربستان ته ولاړ شي.

0
89

باغي ټي وي رپورټ

د شریف کورنۍ سرچینو ویلي چې نواز شریف به شاوخوا یوه اوونۍ په سعودي عربستان کې پاتې شي او ټاکل شوې چې د نواز شریف له مهمو شخصیتونو سره په سعودي عربستان کې ملاقاتونه وشي.

دسرچينو ترمخه نوازشريف به سعودي عرب کې دخپلې استوګنې په مهال عمره ادا کوي اؤ مريم نواز به هم دسعودي عرب دوره کې نوازشريف سره وي.

سرچینه زیاتوي، چې په سعودي عربستان کې د نواز شریف څو ځانګړې ناستې ټاکل شوي، په دې ناستو کې به په پاکستان کې پر پانګونې خبرې وشي، د بهرنیو پانګوالو ګڼ پلاوي به له نواز شریف سره وویني.

سرچينه دا هم وايي، تمه ده چې د هېواد د اقتصاد د ښه والي لپاره له سعودي عربستان او اماراتو څخه هم پانګونه وشي.

ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف له تېرو څو ورځو راهسې په دوبۍ کې مېشت دى او اختر يې د خپلې کورنۍ له غړو سره په دوبۍ کې ولمانځه، د مسلم ليګ ن مشره مريم نواز هم ورسره په دوبۍ کې موجوده ده. د هغې پلار

په دوبۍ کې د نواز شریف مهم سیاسي ملاقاتونه روان دي چې د سرچینو په وینا نواز شریف به د پیپلز ګوند له مشرتابه سره بله غونډه هم ولري.

سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دپاکستان داقتصادي نظام دښه والي لپاره صلاح مشورې کيږي.

Leave a reply