د مسلم ليګ (ق) صدر چوهدري شجاعت حسېن د پاكستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) صدر چوهدري پرويز الهي سره په څو ورځو كښې په كمپ جيل لاهور كښې په دويم ځل ملاقات وكړو۔

0
179

باغی ټي وي رپورټ

دسرچينو ترمخه چوهدري شجاعت حسين د لاهور په کيمپ جيل کې دچوهدري پرويز الاهي سره ليدلي دي، په دغه ليدنه کې دچوهدري سالک او چوهدري وجاهت حسين هم موجود وؤ.

د چوهدري شجاعت حسېن سره د ملاقات نه وړاندې ميډيکل بورډ هم د پروېز الهي د معاينې لپاره کيمپ جيل ته راغلو او ډاکټرانو د پروېز الهي معاينه وکړه.

دسرچينو ترمخه دډاکټرانو ډلې په جېل کې دچوهدري پرويز الاهي دڅلورم ځل معاينه کړې، ډاکټرانو دپروېز الهي حالت داطمينان وړ ښودلو په مهال دځينو ټسټونو تجويز کړى دى اؤ دطبي بورډ په وينا دپروېز الهي حالت داسې نۀ دى ناروغ دی، په روغتون کې به یې درملنه وشي.

سرچينې وائي چې چوهدري شجاعت حسين دپوځ د لوړ پوړي شخصيت چوهدري پرويز الاهي سره ليدلي ، په دغه ليدنه کې دملک په سياسي صورتحال هم خبرې اترې شوي دي.

د چوهدري شجاعت بله هڅه چې پروېز الهي بېرته قامي اسمبلۍ ته راولي

سرچينې وائي چې په دغه ليدنه کې چوهدري شجاعت حسين يو ځل بيا دچوهدري پرويز الاهي نه وغوښتل چې پي ټي ائي پريږدي اؤ خپل زوړ گوند ته ورشي.

دسرچينو ترمخه چوهدري پروېز الهي وئيلي دي ټول هغه دردونه چې ما برداشت کړي وو ما کړي دي اوس زما دسياست په اړه چې چوهدري منس الهي کومه فيصله کوي هغه به دمنلو وي.

سرچينې وائي چې پرويز الٰهي ق ليگ ته راتللو ته تيار دى خو مونس الٰهي راضي نۀ دى.چوهدري شجاعت پرويز الاهي ته وئيلي دي چې مونس الٰهي او دهغه کورنۍ ته وضاحت ورکړم چې زما حالت ښه شوى دى.

سرچينې دا هم وئيلي دي چې چوهدري شجاعت حسين هم په څو ورځو کې د پرويز الاهي سره د ملاقات امکان لري.

Leave a reply