د مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف مهم سياسي ملاقاتونه په دوبۍ کښې روان دي۔

باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو له مخې نوازشريف به راتلونکې اوونۍ دپيپلز ګوند له مشرتابه سره بله ليدنه هم ولري.
سرچینه زیاتوي، چې نواز شریف د ثبات پاکستان ګوند له مشرانو سره هم په تماس کې دی، د ثبات پاکستان ګوند مشرانو د پنجاب پر سیاست خبرې کړې دي.
نواز شریف به نن په شیخ زاید روډ هوټل کې د مسلم لیګ (ن) له مشرانو سره هم ملاقات کوي. دسرچينو له مخې پخوانى وزيراعظم څو مهمې ليدنې لري اؤ يوه اوونۍ به په دوبۍ کې پاتې شي.
سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دپاکستان داقتصادي نظام دښه والي لپاره صلاح مشورې کيږي.
ياده دې وي چې پخوانى وزيراعظم نوازشريف دتيرو څو ورځو راهسې په دوبۍ کې اوسيږي او اختر يې دخپلې کورنۍ غړو سره په دوبۍ کې ولمانځه، دمسلم ليګ (ن) مرکزي تنظيمي مشره مريم نواز هم ورسره په دوبۍ کې موجود ده.
دسرچينو له مخې داختر په دوهمه ورځ نوازشريف دپيټروليم سکټور اړوند دبهرنيو هيئت سره ليدنه کړې وه، په دغه ليدنه کې داقتصادي نظام دښه والي لپاره دتيلو په برخه کې په سرمايه کارۍ خبرې اترې شوي دي. سرچينه کاږي، په دې کتنه کې له بهرنيو پلاوو سره د نفتي توکو د بيو په لوړولو سره د هېواد د اقتصاد پر ښه والي مفصل بحث وشو.
سرچینه زیاتوي، چې له نواز شریف سره د ګڼو دوستو هېوادونو د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې په اړه خبرې روانې دي.






