د بلوچستان په شيراني سيمه کې د امنيتي ځواکونو په چيک پوسټ د وسله والو په بريد کې څلور عسکر وژل شوي دي.

0
165

باغی ټي وي رپورټ

دپوليسو دچارواکو په وينا بريد دشيرانو ولسوالۍ په دانا سر سيمه کې دپوځيانو په پوسته شوى چې دامنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې يو بريدکوونکى هم وژل شوى دى.

دپوليسو چارواکي وائي دپيښې وروستو سيمه کې دپلټنې عمليات پيل شوي دي.

د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو په شيراني کې په امنيتي پوسته د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي چې بزدلانه عملونه د ځواکونو حوصلې نه شي کمزوری کولی، د امنيتي ځواکونو قربانۍ د ولس لپاره يو څرک دی.

عبدالقدوس بزنجو وايي، امنیتي ځواکونه په کلک هوډ او زړورتیا د هېواد او ولس امنیت تامینوي.

Leave a reply