د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق تر منځ له هوکړې وروسته تمه ده، چې په شرایطو برابر برېښنا نوره هم ګرانه شي.
باغی ټي وي رپورټ
دسرچينو ترمخه د ائي ايم ايف سره د معاهدې نه وروستو د بجلۍ په نرخونو کې د نور زياتوالي لپاره تيارۍ روانې دي، د دې سره سره به د ګيس قيمت هم ګران شي او د پټروليم ليوي هم زياتې شي۔
سرچينې وائي د آئي ايم ايف ايگزيکټيو بورډ غونډې څخه وړاندې به د بجلئ اؤ ګيس نرخونه زياتول پکار وي نو د بجلئ په بنيادي نرخ کې څلور روپۍ في يونټ پورې د نور زياتوالي امکان هم شته چې د وفاقي کابينې به منظوري ورکوي.
د زرائعو له مخې اوګرا د ګيس نرخونو کښې 50 فيصده پورې د زياتولو سمري حکومت ته استولې ده او د ګيس په نرخونو کښې د زياتولو فيصله هم ډير زر راروانې ده ولې حکومت د پټرولو او پيټرولو په نرخونو کښې د زياتولو صلاحيت لري۔ د ډیزلو په بیه کې لس روپۍ فی لیټر زیاتوالی راغلی.