په افغانستان کې د ایران پخوانی سفیر: د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د تسلیمېدو احتمال مخ په کمېدو دی

ښاغلي بهرامي لیکلي، د دوی تر منځ د داخلي نیمګړتیاوو د ژورولو ناباوره بهیر، چې د بنسټیز ځواک بڼه لري، د دې وضعیت طبیعي پایله به وي.
هغه ټینګار وکړ چې “د جوش نقطه او وخت دوه مبهم عناصر دي.” په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، تر هغو چې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه موجود وي، د ط.البانو په رسمیت پېژندل ناشوني دي.
(2023 / 6 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت پخواني سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندې احتمال مخ په کمېدو دی.
محمدرضا بهرامي د دې کمښت لاملونه د “غیر افغاني افراطي ډلو” په وړاندې د طالبانو د حکومتولۍ او تګلارې ډول بللی دی.
ښاغلي بهرامي لیکلي، د دوی تر منځ د داخلي نیمګړتیاوو د ژورولو ناباوره بهیر، چې د بنسټیز ځواک بڼه لري، د دې وضعیت طبیعي پایله به وي.
اړوند موضوعات:
جان کربي ويلي چې امریکا اوس مهال د ا.ا د رسمیت پېژندنې هېڅ پلان نلري