جان کربي ويلي چې امریکا اوس مهال د ا.ا د رسمیت پېژندنې هېڅ پلان نلري 

0
168

جان کربي ويلي چې امریکا اوس مهال د ا.ا د رسمیت پېژندنې هېڅ پلان نلري 

کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مسکو د امریکا د دریځ په پام کې نیولو پرته کولی شي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، وویل چې امریکا په دې وضعیت کې نه ده چې د طالبانو په رسمیت پیژندنه وارزوي.

 

(2022 / 6 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر ویلي، امریکا د طا لبانو په رسمیت پېژندلو هېڅ پلان نه لري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر جان کربي دا څرګندونې یوه اونۍ وروسته له هغې کړي چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د روسیې له خوا د طا لبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو احتمال شته.

کربي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې مسکو د امریکا د دریځ په پام کې نیولو پرته کولی شي د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، وویل چې امریکا په دې وضعیت کې نه ده چې د طالبانو په رسمیت پیژندنه وارزوي.

امریکا متحدین یې هم په افغانستان کې ټولشموله حکومت چې د ټولنې د ټولو قشرونو، سیاسي ګوندونو، قومي او دیني اقلیتونو استازي په کې شتون ولري او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ولري د ا.ا سره د هر ډول تعامل اساسي شرط ګڼلی دی.

Leave a reply