ملګري ملتونه افغانستان کې د نجونو او ښخو مخ پر خرابېدونکي وضعت پۀ اړه بېړنۍ غونډه  کوي

ملګري ملتونه افغانستان کې د نجونو او ښخو مخ پر خرابېدونکي وضعت پۀ اړه بېړنۍ غونډه  کوي

فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

 

(2022 / 6 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  شورا ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د ازادۍ مخ په خرابیدو وضعیت په اړه یو بیړنی بحث کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي شورا ویاند په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې د دې بحث غوښتنه پرون ناوخته فرانسې او اروپايي ټولنې کړې ده او تمه ده چې دا بحث د جولای په لومړۍ نېټه د دغې شورا د روانې ۵۰مې غونډې په ترڅ کې وشي.

نورو هیوادونو هم د پاریس او بروکسل له غوښتنې وروسته د هغه ملاتړ کړی دی.

فرانسې او اروپايي ټولنې د بشري حقونو د کمیسیون رییس ته په یوه لیک کې ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت د پام وړ خرابوالی د دې شورا بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *