د پېښور د فساد ضد عدالت د فساد ضد مقدمې کې د تحريک انصاف د مشر او پخواني ايالتي وزير علي محمد خان ضمانت منظور کړ
باغي ټي وي رپورټ
د اداري فساد ضد محکمې د علي محمد خان د خوشي کولو حکم کړی او هغه ته يې د ۸۰ زره روپو د ضمانت د جمع کولو امر کړی دی.
ياده دي وي چي پخوانى وزير اعلي علي محمد خان په جوډيشل ريمانډ مردان جيل کښي بندي دے
علي محمد خان په غیرقانوني ګمارنو او خزانې ته د ۲۳ لاکه روپو په تاوان تورن دی.
علي محمد خان د جون په نهمه نېټه د مردان د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا د فساد ضد مقدمې کې تر خوشي کېدو وروسته ونيول شو.
د تحريک انصاف د مشر علي محمد خان دغه نيول د پنځم ځل لپاره شوي، هغه يوه ورځ وړاندې د پېښور له جيل څخه تر خوشي کېدو وروسته د مردان پوليسو نيولی و.