په راولپنډۍ کې د انساني قاچاق ضد ادارې وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د یونان د کشتۍ د حادثې په قضیه کې شپږ انساني قاچاقبران نیولي او پنځه مقدمې درج کړي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د ایف آی اې چارواکو له مخې د نیول شوو ملزمانو لخوا اروپا ته لېږل شوي زیاتره متاثرین د کشتۍ حادثه کښې مړه شوي دي.
د ايف آئي اے ډپټي ډائريکټر رانا شاهد حبيب وئيلي دي چي د انساني قاچاقبرانو په ضد کاروائي روانه ده، د يوان کشتۍ حادثه کښي د مړه شوي کسانو په پيژندګلو باندي د ملزمانو ګرفتارئ کړے شوي دي۔
هغه زياته کړه، چې نيول شوي شکمن کسان له پاکستان څخه ليبيا او له ليبيا څخه يونان ته په کښتيو کې د اتباعو په لېږدولو کې لاس لري، تورن کسان له کلر سيدان، جهنګ او پېښور څخه نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په نيول شويو کسانو کې تنوير احمد، محمد يوسف، جنيد محمود، محمد اسلام، حيدر علي او دران خان شامل دي.
د FIA چارواکو په وینا د یونان د کشتۍ له پېښې وروسته د انساني قاچاقبرانو پر ضد بې توپیره عملیات روان دي.
د یادولو وړ ده چې په یونان کې د کډوالو د کښتۍ سره د پیښې نه وروسته په ټول هیواد کې د انساني قاچاق وړونکو پر خلاف عملیات تیز شوي دي.
د جون په ۱۴مه د یونان په سواحلو کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوه چې شاوخوا ۷۵۰ تنه یې د پاکستان، مصر، سوریې او نورو هېوادونو کډوال وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې په ډوبه شوې کښتۍ کې شاوخوا ۴۰۰ پاکستانیان سپاره وو، چې یوازې ۱۲ یې ژوندي پاتې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په یونان کې د ډوبه شوې کښتۍ د سپرلیو شمېر ۳۵۰ تنه دی. په پېښه کې ۱۰۴ کسان ژغورل شوي چې یوازې ۱۲ یې پاکستانیان دي.