د بلوچستان حکومت په سمدستي توګه په صوبه کې په قومي لویو لارو د امنیتي پوستو د ختمولو امر کړی دی.

0
190

باغي ټي وي رپورټ

د بلوچستان د وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په مشرۍ د صوبايي کابينې ځانګړې غونډه کې په صوبه کې د امن او امان د وضعې تفصيلي کتنه وشوه.

په غونډه کې د امنیتي چیکنګ په نوم په سړکونو د چیک پوسټونو په جوړولو د سخت غبرګون څرګندونه وشوه.

کابينې ټولو اړوندو وفاقي او صوبايي امنيتي ادارو ته هدايات کړي چې په لويو لارو کې دې په سمدستي توګه د چیک پوسټونه ختم کړي.

کابینې وویل چې په راتلونکي کې به هیڅ اداره په لویو لارو کې د ولایتي ادارې له اجازې پرته پوستې جوړې نه کړي، د چک پوسټونو جوړول به د کورنیو چارو وزارت له اجازې سره سم د خلکو د امنیت په تامینولو سره مخنیوی وشي. د حکومت او ادارو مسوولیت دی، د پوستو په نوم د خلکو سپکاوی په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د بلوچستان کابینه وايي چې په نورو صوبو کې په لویو لارو او ښارونو کې د وفاقي امنیتي ادارو چیک پوسټونه نشته نو په بلوچستان کې هم باید چېک پوسټونه نه وي.

کابینې وویل چې په لویو لارو د چیک پوسټونو تاثیرات هیڅکله نه دي په ډاګه شوي او تر دې دمه له بس څخه هیڅ ترهګر نه دی نیول شوی، امنیتي ادارې دې د سماج ضد عناصرو په ضد هدفي عملیات وکړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کوټې په بېلابېلو سيمو کې به د نشه يي توکو د پلورونکو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کېږي.

کابينې پوليسو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک (ANF) ته هم لارښوونه وکړه چې د نشه يي توکو د پلورونکو پر وړاندې دې سمدستي عمليات پيل کړي.

Leave a reply