باغي ټي وي رپورټ
پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له لندن څخه دوبۍ ته رسېدلی او امکان شته چې نواز شریف به له ۳ تر څلورو ورځو په دوبۍ کې پاتې شي، په دوبۍ کې له پاتې کېدو وروسته به نواز شریف سعودي عربستان ته ولاړ شي.
د مسلم ليګ (ن) مشره تنظيمه او نائب صدر مريم نواز هم په شخصي دوره دوبۍ ته رسيدلې ده، مسافرو د دوبۍ ته تللو نه وړاندې لاهور ائيرپورټ کښې د مريم نواز سره تصويرونه او سيلفيونه اخستي وو۔
مريم نواز پرته له پروتوکول د لاهور له هوايي ډګره وتلې او په عمومي مسافر خانه کې په کرسۍ کېناستله، هغې د VVIP پروتوکول او دولتي لاونج نه کار واخېست، د هغې زوی جنيد صفدر هم له مريم سره دوبۍ ته ولاړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، امکان شته چې مريم نواز به هم له خپل پلار نواز شريف سره سعودي عربستان ته ولاړه شي.










Leave a Reply