د وزيراعظم شهباز شريف د سلاکار او د مسلم ليګ (ن) د مشر امير مقام په کاروان بريد شوی دی.

0
109

باغي ټي وي رپورټ

جيو نيوز سره خبرو کې د مسلم ليګ (ن) مشر امير مقام وويل هغه په ​​مارتونګ کې د نادرا دفتر پرانستې ته روان و چې نامعلومو کسانو د ده په کاروان ډزې وکړې.

دپوليسو ترمخه دپيښې وروستو سيمه کې دپلټنې عمليات پيل شوي دي.

په ۲۰۱۴ کال کې هم په همدې ځای کې پر امیر مقام ځانمرګی برید شوی و.

بل لوري ته وزيراعظم شهباز شريف په امير مقام د ترهه ګرۍ بريد سخته غندنه کړې ده.

له امير مقام سره يې اړيکه ونيوله او ويې ويل چې د الله شکر دى چې امير مقام په امن دى. وزيراعظم د امير مقام د خېر ښېګړې پوښتنه وكړه او ورسره يې د يووالي څرګندونه وكړه او د هغه حوصلې، زړورتيا او استقامت ته يې خراج تحسين وكړو۔

Leave a reply