د لاهور هائي کورټ کښې د جناح هاؤس حمله کښې د پاکستان تحريک انصاف د مشرې ياسمين راشد د بري په ضد د پنجاب حکومت اپيل سماعت لپاره ټاکلې شوې دې۔

0
172

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور هائي کورټ د جسټس سيد شهباز علي رضوي په مشرۍ دوه کسيزه بينچ به د جون په 26مه نيټه د پنجاب حکومت د درخواست اوريدنه کوي، عدالت د پوليسو نه ريکارډ هم غوښتی دی.

ياده دې وي چې د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت په جناح هاوس بريد کېس کې د پاکستان تحريک انصاف غړې ياسمين راشد بري کړې.

د پنجاب حکومت د ترهګرۍ ضد عدالت د مقدمې څخه د یاسمین راشد د بري کولو اقدام په لاهور هائي کورټ کې چیلنج کړی دی.

بل لوري ته دپوليسو سرچينې وائي چې دجناح هاؤس بريد کېس کې د ياسمين راشد بري دناقص تحقيقاتو له امله شوې ده، په نهمه مئ درج شوي مقدمه کې د ياسمين راشد نوم نۀ ؤ اخستل شوى اؤ ايف آئي آر کې د ياسمين راشد موجوديت يواځې دجناح هاوس بهر موندل شوى ؤ. لاړ

سرچينې وائي چې په جناح هاوس بريد کې د ياسمين رشيد نوم مشترکه تحقيقاتي ټيم (جي آئي ټي) هم شامل کړى ؤ خو د لاهور پوليس او پراسيکيوشن په ورانکارۍ اؤ سوځولو کې د ياسمين راشد کردار ثابت نۀ کړل شو.

Leave a reply