وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف سره دوه نيم ساعته اوږده ليدنه کړې ده.

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د ملاقات نه وروستو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د ميا نواز شريف علاج روان دے او الحمد لله ښه دى۔

ده ووئيل چې نواز شريف به د اتوار په ورځ له لندن نه دوبۍ ته رسېږې، هغه به درې نه تر څلورو ورځو پورې هلته پاتې شي او وروستو به د حج فريضې ادا كولو لپاره له دوبۍ نه سعودي عرب ته هم ځي۔

وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د مسلم ليګ نون غړې مريم نواز به هم نن لاهور ته ځي او د خپل پلار سره به حج کوي۔

وزيراعظم ووئيل چې د نړيوال مالياتي فنډ ( آئي اېم اېف ) له منيجنګ ډائرېكټر سره د چاپېريال په اړه كنفرنس كښې ملاقات د خوښې وړ ؤ ، هغه ته ووئيل شول چې پاكستان ټول شرطونه پوره كړې دي۔

ده ووئيل اوس د پاكستان پروګرام دې د آئي اېم اېف بورډ منظور كړې شي٬ د پاكستاني ټيم مشري به اسحاق ډار كوي٬ زه هم ورسره په تماس كښې يم۔

له دې وړاندې وزيراعظم شهباز شريف په لندن کې د اسلامي پرمختيائي بانک صدر محمد الجاسر سره هم وليدل.

وزیراعظم د ماحول دوست پاكستان كنفرنس كښې ګډون كولو له د ډاكټر الجاسر مننه وكړه او د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د اسلامي پرمختيائي بانك د 4.2 اربه ډالرو مرستې د اعلان ستائنه وكړه۔

وزيراعظم شهباز شريف د اسلامي پرمختيائي بانك صدر محمد الجاسر ته هم د پاكستان دوره كولو بلنه وركړه۔

ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف دفرانسې پلازمينې پاريس څخه برطانيې ته رسيدلى اؤ فرانس ته يې په دوه ورځنۍ دوره رسيدلې ده چرته چې هغه د نوي نړيوال مالياتي تړون په سرمشريزه غونډه کې گډون کړى اؤ د نړۍ له گڼ شمير مشرانو سره يې ليدنې هم کړي دي.

Leave a reply