وزيراعظم شهباز شريف د جون په 28مه نيټه هم د اختر رخصتي ورکولو فيصله کړې ده۔
باغی ټی وی رپورټ
د روژې د ليدلو کمېټې په ټول هېواد کې د پنجشنبې په ورځ د جون په ۲۹ نېټه د کوچني اختر اعلان کړی دی.
د وزيراعظم شهبازشريف په منظورۍ سره د کابينې ډويژن د وړوکي اختر د رخصتيو نوټيفيکيشن هم جاري کړے وو چې له مخې به ئې د اختر رخصتي په 29 او 30 جون وي۔
د نوټيفيکيشن له مخې په هفته کې 6 ورځې خلاص شوي دفترونه به د جون له 29مې نيټې څخه د جولای تر 1مې نيټې پورې رخصتي وي، په داسې حال کې چې د لوي اختر په مناسبت په اونۍ کې 5 ورځې خلاصو دفترونو لپاره د 2 ورځو رخصتۍ اعلان شوې وه.
خو اوس سرچينې وايي چې وزيراعظم شهباز شريف د وړوکي اختر د رخصتۍ پرېکړه د جون په ٢٨مه هم کړې ده.
دسرچينو له مخې څه موده وروستو به دکابينې ډويژن لخوا د رخصتۍ رسمي نوټيفيکيشن هم جاري کړل شي.
د دې نه علاوه د پاکستان د سټيټ بينک لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې مرکزي بانک به د وړوکي اختر د رخصتيو له امله د جون په 29 او 30مه نېټه تړلي وي.